IQNA

د مصر د اوقافو وزارت  اعلان کړی؛ په جوماتونو کې د آیت لمونځ ادا کړئ

5:42 - September 08, 2025
د خبر لمبر: 3491669
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د دغه هېواد له ټولو جامع جوماتونو غوښتي چې  پرون ماښام (د ۱۴۰۴ کال د وږي ۱۶ ) د میاشتې تندر (خسوف) له امله د آیت لمونځ ادا کړي.

 ایکنانیوز د صدي البلد په حواله راپور راکوي، دغه  وزارت  پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي،چې د نبوي سنت د احیاء په موخه، پرون ماښام  د مصر په ټولو جامع جوماتونو کې د خسوف (آیت ) لمونځ اداشو.

د مصر د اوقافو وزارت د جوماتونو په رول ټینګار کړی چې د نبوي سنت په خپرولو کې مهم دي او خپلو سیمه ایزو ادارو ته ئې امر کړی چې په یوه ټاکلي وخت کې په جوماتونو کې د آیت لمونځ ادا کړي.

په همدې تړاو، د الازهر د نړیوال فتوا مرکز اعلان کړی چې مصر او یو شمېر نور هېوادونو کې هم پرون  ماښام (یکشنبه) د میاشتې  د تندر نیوللو شاهدان وو . دا پېښه په مصر کې د ماښام له  ۷:۲۷ بجو پیل شوه او تر ۱۰:۵۶ بجو پورې ئې  دوام وکړ.

دې مرکز ټینګار کړی چې د آیت  لمونځ د پیغمبر (ص) یو مؤکد سنت دی چې د طبیعي پېښو پر مهال په انفرادي یا اجتماعی   او جماعتی  ډول ادا کیږي.

د الازهر نړیوال فتوا مرکز زیاته کړې: دا لمونځ دوه رکعته دی او په بېلابېلو روایاتو کې د نبي کریم (ص) له خوا د دې لمانځه ادا کولو ته اشاره شوې ده.

همدارنګه، د تهران پوهنتون د ژئوفیزیک انستیتوت اعلان کړی  ؤ چې د ۱۴۰۴ کال د   ۱۶  په ماښام ۷:۵۷ بجو   د میاشتې تندر نیولل پلییږي چې  بیا همداسط وشول  میاشته تندر ونیوله  او تر څو ساعتونو پورې دغې پيښې دوام درلود.

 دغه میاشتې تندر نیولل   په آسیا، اروپا، استرالیا، افریقا، د شمالي امریکا په لویدیځې کوچنۍ برخه، د جنوبي امریکا په ختیځه برخه، آرام سمندر، اتلانتیک سمندر، هندي سمندر، شمالي قطب او جنوبي قطب کې ولیدل شوه

ټاکل شوې وه چې د آیت  لمونځ  دغه راز   د اماراتو، کویت او سعودي عربستان په جوماتونو کې هم ادا شي.

https://iqna.ir/fa/news/4303802

captcha